د قزاقستان ولسمشر قسيم جومارت توکايف له وانګ يي سره وکتل
CMG2022/06/08 10:43:08
شريکول:

د قزاقستان ولسمشر قسيم جومارت توکايف د جون په اوومه نېټه په نورسلطان کې د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي دي.

وانګ يې له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او قزاقستان د مشرانو ستراتيژيکې لارښوونې د دواړو هېوادونو د اړيکو سياسي غوره والی او خصوصيت بلل کيږي.

وانګ يي هيله ښودلې، چې له قزاقستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظریې په ښه توګه پلې کړي، څو نسل په نسل د خپلمنځي دوستۍ مفکوره يې پرمخ لاړه شي.

نوموړي ويلي، چې چين او قزاقستان دې په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ دې نورې هم پراخې کړي.

قسيم جومارت توکايف ويلي، چې قزاقستان به په بهرنيو چارو کې له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکړي، د دواړو هېوادونو د اړيکو پراخوالی او ژوروالی به ومومي، د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې به همکارۍ پياوړې او د اقتصاد، پانګونې، کرنې، ټرانسپورټ، صادراتو او وارداتو‌، انرژۍ، سيلانۍ او کلتور په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او ګډې ګټې به تر لاسه کړي.