چین: امریکا، بریانتیا او استرالیا باید د بېلا بېلو خواوو تر موافقې مخکې د اټومي اوبتلونو همکارۍ پيل نه کړي
CMG2022/06/08 13:14:37
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جون په ۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ شورا د چين په وړانديز پرېکړه کړې، چې د امریکا، بریتانیا او استرالیا ترمنځ د اټومي

اوبتلونو د همکاريو په تړاو به د اړوندو موادو د پلور، نظارت او څار ځانګړې مباحثوي ناسته ترسره کړي.

جاو لي جیان په اشارې وویل، چین څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې د امریکا، بریتانیا او استرالیا د اټومي اوبتلونو همکارۍ د ذروي وسلو د خپرېدو ګواښ پېښوي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړیوال سیستم به سخت وځپي او د سیمې ثبات او سولې ته به سخت زیانونه ورسوي.

نوموړي زياته کړه، چې یاد درې هېوادونه باید د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ له دغې مباحثوي ناستې څخه ملاتړ وکړي او د بېلا بېلو خواوو تر موافقې مخکې بايد د اټومي اوبتلونو همکارۍ پېل نه کړي. (هیله)