امريکايي سیاستوال څنګه او ولې د شينجيانګ په اړه دروغ جوړوي؟
CMG2022/06/08 15:09:54
شريکول:

په چين کې د امريکا د دوو پخوانيو ډيپلوماتانو وينا په دې وروستيو کې د رسنيو پر څپو ښکته پورته کيږي او په خلکو کې يې يو ځل بیا د ځينو امريکايي سیاستوالو د ټېټې کرښې انګېرنه تازه کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال د يوې مېلمستيا په ترڅ کې د چين په ګوانګ جو ښار کې د امريکا عمومي قونسلګرۍ د سياسي چارو څانګې وخت مسؤلې مېرمن شېلا کاري او قونسل ښاغلي اندرو شېلا خپلو مېلمنو ته "شينجيانګ کارټ" د لوبولو دسيسې په اړه داسې ويلي:

"شينجيانګ کې کومه ستونزه نشته، موږ ټول پوهیږو، مګر د جبري کارونو، نسلي تصفيې او د بشري حقونو مسئلو پورته کول یوه ډېره اغیزمنه وسیله ده څو د چین حکومت په بشپړه توګه په لومه کې راګير شي." 

که دا خبر سم وي، نو خلک به حیران نه شي، ځکه امریکايي چارواکو په بې پامۍ کې څو څو ځلې رښتيا ويلي دي.

د امريکايي پوځ پخواني ډګروال ولکرسن په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا د يوه کالج په فورم کې په ډاګه ويلي وو، چې امريکا له ډېرې مودې راهيسې شينجيانګ ته سترګې په لار ده، که مونږ غواړو چين بې ثباته کړو، نو په شينجيانګ کې بايد ګډوډي رامنځته شي او امريکا بايد اويغوريان وهڅوي، چې د چين دننه ګډوډي رامنځته کړي.

د اېف بي ايي ((FBI  )) پخواني ژباړن اډمونډز هم په ۲۰۱۵م کال کې ويلي وو، چې امريکا د شينجيانګ د خلکو پروا نه لري او دوی هدف ته د رسېدو لپاره پر چين تورونه لګوي، چې ګواکې په شينجيانګ کې يې لږکي تر فشار لاندې راوستلي دي.

امريکا د تیرې میاشتې په پای کې يوه بله ډرامه پېل کړه

امريکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرې میشل باچلیټ د سفر په اړه یوه بله سیاسي مبارزه پېل کړې ده.

ميشل باچليټ څه موده مخکې چین ته رسمي سفر کړی و.

امريکا د باچليت له ياد سفر مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ته بيا بيا وړانديزونه کول، چې پخپله د چين شينجانګ ته ولاړ شي، څو هلته بشري حالات له نږدې وګوري. خو چين ته د مېرمن باچليت له خوځېدو مخکې امريکا بيا له دې سفر سخت مخالفت څرګند کړ.

بيا وروسته دغه سفر په برياليتوب سره بشپړ شوی دی. د بشري حقونو عالي کميشنرې مېرمن ميشل باچلېت له محدوديت او څار پرته شينجيانګ کې د بېلا بېلو ټولنو له استازيو سره وکتل او خبرې يې کړي دي.

خو د امريکا د بهرنیو چارو وزارت بيا ادعا وکړه، چې چين د باچلېټ پر سفر محدودیتونه لګولي وو او حتی د امريکا په ټولنیزو رسنیو کې د باچلیټ د استعفا ټرېنډ چلېدلی دی.

په لوېدیځو هيوادونو کې یو متل ډېر کارول کيږي، وايي د يو دروغ پټولو لپاره بايد سل نور درواغ ووايې.

حقیقت دا دی، په زياتو درواغو سره په شينجيانګ کې د ټولنيز ثبات او سمسورتيا او د خلکو نيکمرغه ژوند نشي بدلېدای.

د شينجيانګ ځايي حکومت وايي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مې پورې يې د شينجيانګ په ښاري سيمو کې ٢٦٣ زره نوي کاري فرصتونه اعلان کړي او د دندو کلنی هدف يې ٥٧.١٧ سلنه پوره کړی دی.

دا د شينجيانګ حکومت لپاره د کرونا وبا د خپرېدو په درشل او د نړيوال اقتصاد د ځوړتيا په حال کې لويه لاسته راوړنه ده.

په حقيقت کې د شينجيانګ په اړه تورونه د امريکې د بشري حقونو د ناسمو کړنو انعکاس دی.

خلکو ته پوښتنه پيدا کيږي: امريکا د "ترهګرۍ ضد جګړې" په نوم ډېر زيات مسلمانان ووژل او بې شمېره يې ټپيان کړل او ميليونونه خلک يې د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړل، نو دغه هېواد ولې يوازې د شینجيانګ مسلمانانو ته اندېښنه کوي؟

 (ژباړه: شکريه)