اسرائيلي ځواکونو د دمشق پر جنوبي سيمو توغنديز بريدونه کړي
CMG2022/06/08 10:37:48
شريکول:

د سوريې پوځ د جون په شپږمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په شپه د سوريې د پلازمينې دمشق پر جنوبي سيمو توغندي ويشتلي، خو چا ته يې مرګژوبله نه ده اړولې.

اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د جولان لوړې څخه د دمشق پر جنوبي سيمو توغنديز بريدونه کړي او د سوريې د هوايي دفاع سيستم زياتره توغندي په هوا کې خنثی کړي دي.

په اعلاميې کې د دمشق هغه کره ځايونه نه دي ياد شوي، چې د اسراييل توغندي پرې غورځيدلي دي، خو پکې ويل شوي، چې دغو بريدونو ځيني تاسیسات ويجاړ کړي دي.