ستورمزلو کومه میوه فضا ته وړې؟
CMG2022/06/08 12:17:21
شريکول:


چين په دې وروستيو کې درې ستورمزلي د شن جو ۱۴نمر انسان وړونکې بېړۍ په وسيله فضا ته ليږلي دي.
دغه ستورمزلي د چين د فضایي سټېشن د تيان هه کليدي برخې ته داخل شوي او هلته به د شپږو مياشتو لپاره پاتې شي.

 د چين د انسان وړونکې فضايي پروګرام عمومي ډیزانرې هوانګ وي فن ويلي، چې د ستورمزلو په فضايي خواړو کې يې یوه بله ځانګړې ميوه هم شامله کړې ده.

چين په فضا کې اډه جوړه کړې او د ستورمزلو لپاره يې د ژوند او کار ښه شرایط برابر کړي دي.
ستورمزلي اوس کولی شي، چې د چين په فضايي اډې کې د ډېر وخت لپاره پاتې شي.

ستورمزلو دا ځل فضا ته انګور وړي دي، ځکه د انګورو خوراک اسانه دی.