ټکنالوژيکي نوښت د چين په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې مخ په زياتېدونکی رول لوبوي
CMG2022/06/08 10:46:24
شريکول:

ټکنالوژيکي نوښت د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې، د دغه هيواد په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې مخ په زياتېدونکی رول لوبولی دی.

 په چين کې د نوې انرژۍ موټرونو د توليد او پلور اندازې له تېرو ۷ کلونو راهيسې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی او د ډيجيټل اقتصادي چارو اندازې يې بيا دوهم ځای خپل کړی دی.

د دې تر څنګ د چين د لمريزې او بادي بريښنا او سيميکنډکټر رڼا(Semiconductor Lighting) په شمول د چارو پايمانې هم په نړی کې مخکښ ځای نيولی دی.