د روسیې او ترکیې خارجه وزیران به سره وګوري
CMG2022/06/08 13:12:34
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۷مه نېټه خبر ورکړی، چې سیرګي لاوروف به د روانې میاشتې په ۸مه نېټه ترکیې ته سفر وکړي او هلته به خپل ترکي سیال سره وويني.

خبر وايي، چې د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزيران به د دواړو هېوادونو د اړیکو د اوسني حالت او راتلونکې، د نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو او د اوکراین کړکېچ او د روسیې او اوکراین ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو د راتلونکې په اړه بحثونه وکړي او روسیه به ترکیې ته په اوکراین کې د خپلو ځانګړو نظامي عملیاتو په اړه مالومات ورکړي. (هیله)