انګیلا میرکل: د روسیې او اوکراین کړکېچ لویه فاجعه ده
CMG2022/06/08 13:13:24
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د جون په ۷مه نېټه د روسیې او اوکراین ترمنځ روان کړکېچ ستر مصیبت بللی او ويلي يې دي، چې مخکې له مخکې د دغه کړکېچ د مخنیوي لپاره امنيتي چوکاټ نه دی جوړ شوی.

میرکل ویلي، چې هغې د خپل ماموریت په موده کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د ترینګلي وضعیت د ارامولو لپاره ګڼ شمېر ډیپلوماتیک کوښښونه کړي او په دې اړه به بخښنه ونه غواړي.

هغې ويلي، که څه هم ډیپلوماتیک چلند نه دی نافذ شوی، خو کوښښونه يې ناسم نه وو.

 (هیله)