امریکایي چارواکي يو ځل بيا په شینجیانګ کې د "جبري کارونو" په اړه دروغ خپروي
CMG2022/06/09 12:02:35
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په اتمه نېټه په يوه خبري غونډه کې وویل، چې شينجيانګ په نړۍ کې د فوټوولټيک(Photovoltaic) صنعت د بنسټيزو موادو د توليد تر ټولو مهم مرکز دی.

امریکا په شینجیانګ کې تش په نوم د "جبري کارونو“دروغ  او پروپاګند خپروي او موخه يې دا ده، چې په سیاسي لاسوهنې د شينجيانګ صنایعو د سیالۍ توان کمزوری کړي او مخه يې ونيسي او له چین څخه د فوتوولټیک صنعت له کمزوري کېدو ناوړه هدف ترلاسه کړي.


جاو لي جیان وویل، امريکا چې هر څه کوي، خو پايله به یې په زيان تماميږي او چين به په پوره توان د خپلو تصديو د قانوني حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره ضروري تدبيرونه ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا تر اوسه د ۱۹۳۰م کال د جبري کار تړون، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو تړون او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو تړون نه دی تصويب کړی او هر کال نږدې سل زره کسان له بهر څخه دغه هيواد ته د جبري کارونو لپاره قاچاق کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۱م کال په اپریل کې، ځانګړی راپور خپور کړ او د توقیف مسئلې په اړه يې پکې ويلي، چې امریکا د ګواښونو او بندیزونو له لارې د نورو هېوادونو وګړي جبري کارونو ته مجبوروي، د دوی حقونه او ګټې یې تر پښو لاندې کړي او له بشري روحیې او نړیوال قانون څخه سخته سرغړونه کوي.