چین: پر روسیې د امریکا انټرنېټي بریدونه د اندېښنې وړ دي
CMG2022/06/09 12:16:26
شريکول:

امريکا په دې وروستیو کې د روسيې او اوکراين له جګړې څخه په استفادې پر روسيې انټرنېټي بريدونه کړي دي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په اتمه نېټه وويل، چې چین د امريکا د دغه خطرناک او غير مسؤلانه عمل په اړه اندېښمن دی. 

امريکې ژمنه کړې وه، چې د روسیې او اوکراين په شخړې کې به برخه وا نه خلي، خو اوس يې پر روسیې انټرنيټي بريدونه کړي دي.

 امریکا باید نړیوالې ټولنې ته توضيحات ورکړي، چې ولې يې دغه سایبري بريدونه کړي.

جاو لي جیان وویل،‌ امریکا او ناټو په ډاګه ويلي، چې انټرنېټي بریدونه د وسله والو بریدونو په توګه ګڼل کېدای شي او  امریکا دا اعلان هم کړی، چې د انټرنيټي بريدونو په ځواب کې به له دودیزو یا حتی اټومي بریدونو څخه هم کار واخلي.

د امریکا سایبري بريدونه ښايي، د روسیې او اوکراین شخړه نوره هم وغځوي او حتی د اټومي برید احتمالي خطرونه وزيږوي.