ايران د امريکا او ۳ اروپايي هېوادونو پرېکړه ليک وغانده
CMG2022/06/09 15:48:26
شريکول:

د ايران بهرنيو چارو وزارت د جون په ۹مه نېټه په يوې اعلاميې کې د امريکې، بريتانيې، فرانسې او المان غندنه کړې، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې شورا په يوې غونډې کې يې پر ضد پرېکړه ليک وړاندې کړی دی.

په اعلاميې کې د دغو هيوادونو ياد پرېکړه ليک ناسم او سیاسي بلل شوی دی.

اعلاميه زياتوي، چې ايران په تېرو څو کلونو کې  د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې سره رغنده همکارۍ کړي او يادې اېجنسۍ هم د ایران همکارۍ تاييد کړي دي. ايران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې په سوله ييزې موخې خپل ذوري پلان مخ ته بيايي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ شورا د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه په يوې غونډې کې د ايران په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړی او پر دغه هېواد يې نور فشارونه هم راوړي دي.