امریکا باید بې ځايه شوم تدبیرونه پرېږدي
CMG2022/06/09 12:51:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړې استازې مېرمن  میشل بچلیټ جېريا د چين په بلنه د تېرې مې له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې له شینجیانګ او ګوانګ دونګ څخه لیدنه وکړه.

 مېرمن بچلیټ په یوه انلاین خبري ناسته کې ویلي، چې هغې د دې لیدنې په ترڅ کې رښتينی شینجیانګ پېژندلی، د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد د مبارزې او د بشري حقونو ساتلو په برخو کې يې د چین چارې او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په ساحه کې يې د چین بریالیتوبونه ستايلي دي.

مېرمن بچلیټ خپل دغه سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی، خو د امریکا ځینو سیاستوالو د نوموړې دغه سفر ته له اوله د شک په نظر کتلي دي.

د امریکا ځینو سیاستوالو له تېر کال راهیسې د شینجیانګ په اړه ګونګوسې جوړوي او پروپاګند خپروي.

امريکايي سیاستوالو له يوې مودې راهيسې پر دې ټينګار کاوه، چې چین د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چارواکو ته بلنه نه ورکوي، چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي.

چین مېرمن بچلیټ ته رسمي بلنه ورکړه او هغې د چين له ځينو سيمو ليدنه وکړه. امريکايي سياستوالو اوس دا غږ پورته کړی، چې د بچلیټ د سفر پرېکړه ناسمه وه او باید دغه سفر يې لغوه کړی وای.

بچلیټ له چین څخه په بریالیتوب ليدنه وکړه، خو امريکايي سیاستوال اوس دا ډنډوره غږوي، چې د بچلیټ دغه سفر ښايي د چین حکومت تر کنټرول لاندې ترسره شوی وي.

د بچلیټ د دغه سفر پایله د یادو سیاستوالو له شومو موخو سره په ټکر کې ده.

دوی د بشري حقونو ځيني تش په نوم سازمانونه او شخصیتونه هڅولي، چې د بچلیټ پر وروستي سفر نیوکې وکړي او حتی له نوموړې څخه يې د استعفا غوښتنه کړې ده.

د امریکا د یادو سیاستوالو دغه کړنه بیخي د منلو وړ نه ده. دوی پر شینجیانګ بې ځایه تورونه لګولي، نو کله چې بچلیټ پرېکړه وکړه، چې شینجیانګ ته لاړه شي او هر څه له نږدې وګوري، نو دوی ډار واخېستل.

بچليټ تر سفر وروسته د چین د چارو ستاینه کړې، چې له امله يې د امريکايي سیاستوالو غوسه را پارلې ده.

امریکا د خپلې زورواکۍ د ساتلو لپاره په بې شرمۍ شومې چارې ترسره کوي، خو نړيوالو ته يې رښتینې بڼه ورځ تر بلې ښکاره کيږي.

 د مېرمن بچلیټ سفر د دې ښکارندويي کوي، چې د ترهګرۍ او توندلارۍ ضد د مبارزې او د بشري حقونو د ساتلو په برخو کې د چین لاسته راوړنې له واقعیتونو سره سمون لري او بايد بې ځایه تورونه پرې ونه لګيږي.

نړیواله ټولنه د مساواتو او عدالت ځواک لري او د امریکا تر کنټرول لاندې بايد را نه شي.

د بشري حقونو د ځانګړې استازې دفتر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د نژادي تبعض او د قانون اجرائیوي مسئلې په اړه راپور وړاندې کړی، چې عمده محتويات يې په امریکې پورې اړه لري.

امریکا ته به په نږدې وخت کې رښتيني مالومات ښکاره شي او سیاستوال به یې په هندارې کې خپلې څېرې وويني.

امريکايي سیاستوال بايد په کور دننه د وګړیو ژوند او د قانون اجرائیوي مسئلې حل ته جدي پاملرنه وکړي او په نړیواله ټولنه کې بايد بې ځایه او شوم سیاسي تدبیرونه ونه نيسي.