امريکايي کارپوه: واشنګټن په خپله خوښه پر نورو بنديزونه لګوي
CMG2022/06/09 13:36:13
شريکول:

د امريکا د ميچيګان پوهنتون پروفيسر رونالډ ګريګور د روسیې او اوکراين مسئلې په اړه ويلي، چې پر روسيې د امريکې او ناټو  بنديزونه به شخړه پای ته ونه رسوي او د دوی دا کړنې به نور هيوادونه هم اغېزمن کړي.

نوموړي ويلي، چې امريکا د زور سياست مخ ته وړي او هر وخت پر نورو هېوادونو بنديزونه لګوي.

نوموړي د ساري په توګه وينزويلا، ايران او روسيه ياد کړي، چې د امريکې د زور سیاست ښکار ګرځيدلي او بنديزونه يې پرې لګولي دي.

رونالډ ګريګور زياته کړې، چې امريکا خپلې کمزورۍ ته اندېښمنه ده، ځکه پر نورو هېوادونو بنديزونه لګوي. دغه هېواد تل ناسم چلندونه کړي او هر ځای یې وضعيت ترينګلی کړی دی.