د چين استازی: امریکا باید د ایران مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي
CMG2022/06/09 13:41:41
شريکول:

امريکې، برېتانيې، فرانسې او جرمني د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ شورا د ويانا په غونډه کې د ايران د څار پرېکړه ليک د تصويبېدو لپاره هلې ځلې کړي، خو چين دغه پرېکړه ليک ته خلاقه رايه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د ويانا په مقر کې د چين دايمي استازي وانګ چانګ د چين د ياد دريځ په اړه وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، چې چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې اړوند هېوادونه د پرېکړه ليک په تصويب سره پر ايران فشار اچول غواړي.

 دا په ځلونو ثابته شوې، چې فشارونه د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولی، بلکې شخړې او تاوتريخوالی زيږوي او وضعیت نور هم پسې خرابوي.

وانګ چانګ وويل، چې امريکا د ایران د اټومي کړکېچ د پیل کوونکي په توګه باید خپلې تېروتنې سمې کړي او د اټومي تړون د عملي کېدو لپاره دې د خبرو اترو دروازې پرانیستې پرېږدي او د دې مسئلې د حل لپاره دې هڅې وکړي.

 (ژباړه: شکريه)