شي جين پينګ د سه چوان ولايت له مې شان ښار څخه لېدنه وکړه
CMG2022/06/09 12:01:24
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د جون د اتمې نېټې په سهار د سه چوان ولايت د مې شان ښار د دونګ پوه سیمې د تای هه ښارګوټي له يونګ فنګ کلي او د سان سو معبد باغ څخه لیدنه وکړه.

 نوموړي د دغې ليدنې په ترڅ کې په سیمې کې د لوړو معياري کرنيزو ځمکو د ابادۍ، د خوراکي توکو د توليد، د کليو د بيارغونې، د کرونا وبا د کنټرول او مخنیوي او د کلتوري میراثونو د ساتنې په اړه معلومات تر لاسه کړل.

په يونګ فنګ کلي کې ۲۱۳۳ کورنۍ اوسيږي، چې د وګړو شمېر يې ۵۱۷۶ تنه ښودل شوی او په ۲۰۲۱م کال کې يې د هر بزګر منځني عوايد ۲۸ زره يوانه وو.

د دغه کلي شاوخوا د لوړو معياري کرنيزو ځمکو پراخوالی ۲ کیلو مترو مربع ته رسېدلی او دا په سه چوان ولايت کې د لوړو معیاري کرنيزو ځمکو يوه بېلګه ده.