د جرمني صدراعظم: د امريکا په څېر اوکراين ته درنې وسلې برابروو
CMG2022/06/09 13:39:48
شريکول:

د جرمني صدراعظم سچولز د مې په اتمه نېټه په پلازمېنه برلين کې يوه کوچنۍ مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او د اوکراين د حالاتو په اړه يې د بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.

نوموړي د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، که څه هم ناټو  اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو لیږلو ته دوام ورکوي، خو په سیمه ایزو شخړو کې د ځان مستقيم ښکېل نه غواړي.

نوموړي هغه حقيقت هم رد نه کړ، چې هېواد يې د درنو وسلو د اکمالولو په وخت کې په امريکا پسې ګامونه پورته کوي.

سچولز وويل: "دا مهمه ده چې موږ له اوکراين سره داسې مرسته وکړو، چې د ناټو او روسيې تر منځ مستقيم ټکر جوړ نه شي. موږ بايد له خپلو متحدينو سره سم عمل وکړو او ګورو چې دوی څه کوي او موږ به هم همغسې وکړو.موږ د امريکايي ولسمشر د کړو پرېکړو سره سم پرېکړه کوو.

 (ژباړه: شکريه)