د FAST په نوم د چین راډيو ټيلسکوپ په نړۍ کې لومړی دوامدار فعال فاسټ راډیو بورسټ (fast radio burst) کشف کړ
CMG2022/06/09 13:38:19
شريکول:

 فاسټ راډیو بورسټونه (fast radio burst) په کائنات کې تر ټولو روښانه راډیو بورسټونه دي، چې په يوې ملي ثانیې (millisecond) کې خپرېدونکې انرژۍ د لمر له کلنۍ خپرېدونکې انرژۍ سره برابره ده.

د FAST په نوم د چين راډيو ټيلسکوپ په دې وروستيو کې لومړی دوامدار او فعال فاسټ راډيو بورسټ کشف کړی او څېړنيزه پايله يې د جون په نهمه نېټه د "نېچېر" (Nature)په نړيوالې علمي مجلې کې خپره شوه.

 د فاسټ راډيو بورسټ د څیړنې پروسه اوږد تاريخ نه لري او په لومړي ځل يې موجوديت په ۲۰۰۷م کال کې تائيد شوی دی.

(ژباړه: شکريه)