د چين سوداګرۍ وزارت: د بهرنۍ سوداګرۍ په ثابت پرمختګ باور او وړتيا لري
CMG2022/06/09 15:11:43
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت شمېرنې ښيي، چې د روان کال له جنورۍ تر اپريل پورې د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۲۵۸۰ ميليارډو يوانو ته رسیدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۷.۹ زياتوالی ښيي.

 د چين د سوداګرۍ مرستيال وزیر او د نړيوالې سوداګرۍ د مرکچې پلاوي مرستيال وانګ شو ون د جون په اتمه نېټه ويلي، چې هېواد يې د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ په ثابت پرمختګ باور او وړتيا لري .

نوموړي ويلي، چې د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي سرعت ٪۱۰.۱ ته رسېدلی، چې د اروپايي ټولنې، جاپان او بريتانيې له اقتصادي سرعتونو زياتوالی ښيي.

د نوموړي په وينا، چين د تېر کال په ډسمبر کې له بهرنۍ سوداګرۍ د ملاتړ په موخه نوې پاليسۍ خپرې کړي او څه موده مخکې يې هم په شپږو برخو کې ۳۳ نوي اقدامات غوره کړي دي. د دې ترڅنګ د چين د هغو ملګرو هېوادونو شمېر، چې د ازادې سود اګرۍ تړونونه يې ورسره لاسليک کړي، زيات شوی دی او له دغو ملګرو هېوادونو سره یې د بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت د خپل بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې ٪۳۵ نيسي.

  نوموړي زياته کړې، چې هېواد به يې له بهرنيو تصديو سره د فرمايشونو او بازارونو د زياتولو او پراخولو او صنعني پرمختګ لپاره هڅو ته دوام ورکړي.