ايران په اټومي تاسيساتو کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د څار کېمرې بندې کړي
CMG2022/06/09 11:22:27
شريکول:

د ايران د اټومي انرژۍ سازمان د جون په اتمه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې په خپلو اټومي تاسيساتو کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د څار دوه کېمرې بندې کړې دي.

اعلاميه وايي، چې د ايران د اټومي انرژۍ سازمان دغه اقدام د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د “غير قانوني کړنو” په ځواب کې کړی دی.

 ایران وايي، چې تر دې دمه يې د اټومي انرژۍ له نړيوالې اېجنسۍ سره پراخې همکارۍ کړي، خو اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ يې چارې نه دي ستایلي، بلکې برعکس یې غير قانوني کړنې هم ترسره کړې دي.

اعلاميه زياتوي، چې ايران په خپلو اټومي تاسيساتو کې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د څار کېمرې د خپلو ملي ګټو د ساتلو په پار بندې کړې دي. (ژباړه: شکريه)