د چين عنعنوي لرګينې ودانۍ
CMG2022/06/09 10:50:54
شريکول:

د جون يوولسمه د چين د کلتور او طبيعي ميراثونو له ملي ورځې سره برابره ده.

چين څه باندې پنځه زره کلن تاريخ، ځلاند تمدن او ځانګړی کلتور او دودونه لري، چې پکې زيات نامادي کلتوري ميراثونه هم شامل دي.

د چين ډېرو نامادي کلتوري ميراثونو د نړیوالو پام راجلب کړی، چې د بېلګې په توګه يې د چين عنعنوي لرګينې ودانۍ يادولی شو.

د چين عنعنوي لرګينې ودانۍ له ځانګړي لرګي څخه جوړيږي او له ډبرينو ودانيو سره څرګند توپير او په نړۍ کې ډېر شهرت لري.

دغه لرګېنې ودانۍ د زلزلې په مقابل کې ښه مقاومت کولی شي.