د اوکراين ولسمشر زلينسکي د جون په نهمه نېټه په يوه فرمان کې د ولاديمير پوتين په ګډون د روسيې پر ځينو سياستوالو بنديزونه اعلان کړي دي.
د اوکراين ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د بنديزونو په دغه ليست کې يې ۳۵ کسان شامل دي، چې د روسیې د ولسمشر پوتين په شمول د دغه هېواد د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر پيسکوف، صدراعظم ميشوستين، دفاع وزير سيرګي شويګو او بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف هم پکې شامل دي.