چين: امريکا، بريتانيا او استراليا بايد د اټومي اوتبل د خپلمنځي همکاريو په اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنو ته ځواب ووايي
CMG2022/06/10 11:03:09
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د جون په ۹مه نېټه په يوه غونډه کې د امريکا، بريتانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوتبلونو په همکاريو کې د اټومي موادو د انتقال او څار په شمول د اټومي وسلو د نه پراخېدو پر تړون د ممکنو اغېزه لرونکو مسئلو په اړه بحث شوی دی.

په ويانا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چين دايمي استازي وانګ چون په يادې غونډې کې ويلي، چې د يادو درېو هېوادونو د اټومي اوتبلونو همکاريو کې د اټومي وسلو د نه پراخېدو تړون، د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان د هراړخيز تصمين او څارنې تړون او د استراليا او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ترمنځ له اضافي تړون څخه سرغړونه کړې ده.

وانګ چون زياته کړې، چې امريکا او بريتانيا د اټومي وسلو د نه پراخېدو په مسئله کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي. له يوې خوا، دوی پر يو شمېر هغو هيوادونو چې اټومي وسلې نه لري، يواړخيز بنديزونه لګوي او هم يې پرې د ملکي اټومي موادو تر لاسه کول بند کړي دي، خو له بلې خوا، دوی په علنۍ او مستقيمه توګه استراليا ته د اټومي وسلو اړوند مواد ورکوي.

 نړيواله ټولنه د يادو همکاريو په اړه ډېره انديښنه لري او درې واړه هېوادونه يې بايد ځواب ووايي.