روسيه: د لوېديځې نړۍ انټرنېټي بريدونو ته به ځواب ورکړي
CMG2022/06/10 11:03:51
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو مالوماتو د امنيت څانګې مسئول کروڅکيخ د جون په ۹مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د روسيې ملي ادارې، بنسټيز تاسيسات او د روسيانو او په دغه هېواد کې د بهرنيانو شخصي ډېتا اوس له سايبري بريدونو سره مخ دي.د امريکا او اوکرين چارواکي بايد دې ته پړه پر غاړه واخلي.

نوموړي ويلي، چې روسیه به خاموشه پاتې نه شي او د خپلو قوانينو او نړيوال قانون په رڼا کې به ځوابي انټرنيټي بريدونه وکړي.

کروڅکيخ ويلي، چې د امریکا، ترکيې، ګرجستان او د اروپايي ټولنې څه باندې ۶۵ زرو هېکرانو د روان کال تر مې مياشتې پورې، د روسيې د کليدي مالوماتو پر بنسټيزو تاسيساتو پر له پسې بريدونه کړي دي.

د هېکرانو ۲۲ ډلو د روسيې پر وړاندې په انټرنېټي بریدونو کې ګډون کړی دی.