ملګرو ملتونو ۵ هېوادونه د امنيت شورا د غير دايمي غړو په توګه ټاکلي
CMG2022/06/10 10:28:28
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ملګرو ملتونو د جون په ۹ مه نېټه اکوادور، جاپان، مالتا، موزامبيک او سويس د امنيت شورا د غير دايمي غړو هېوادونو په توګه ټاکلي دي.

د مالوماتو له مخې، موزامبيک او سويس د لومړي ځل لپاره د امنيت شورا د غير دايمي غړو هېوادونو په توګه  ټاکل شوي دي.

د يادو ۵ هېوادونو د ماموريت موده به د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ له ۱مې نېټې څخه د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې دوام ولري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۱۵ غړي هېوادونه لري، چې ۵ یې دايمي   او ۱۰ نور يې غير دايمي غړي هېوادونه دي.