د بوليوي د بهرنيو چارو مرستيال وزير فريدی ماماني د جون په ۹مه نېټه د امریکا هغه کړنه، چې د امریکا د لويې وچې سرمشريزه غونډه کې يې ځيني لاتيني هېوادونه له ګډون حقه بې برخه کړي، د افسوس وړ بللې ده.
فريدی ماماني ويلي، چې واشنګټن د هېوادونو ترمنځ مساوات ويجاړ کړي او د امريکا لویې وچې له سرمشريزې يې کيوبا، نيکاراګو او وينزويلا بې برخې کړي دي.
نوموړي ويلي، چې د امريکا لويې وچې لومړۍ سرمشريزه په ۱۹۹۴م کال کې وشوه او له هغه وخت راهیسې هیڅ کوربه هېواد د سیاسي فشارونو له امله د بل هېواد د ګډون حق نه دی پیمال کړی، خو واشنګټن په لومړي ځل دا کار وکړ او د امريکايي هيوادونو ترمنځ مساوات يې ويجاړ کړل.
فريدی ماماني زياته کړې، چې د امريکا لويې وچې سرمشريزه په داسې حال کې ترسره شوې، چې نړۍ د اقليم، انرژۍ، خواړو او پولي برخو کې له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ ده.
نوموړي ويلي، چې د سیمې هيوادونه دې د ګډو موخو لپاره يووالی وساتي.