سروې: له ۶۰ سلنه زيات امريکايان فکر کوي چې راتلونکي کال کې ښايي د امريکا د انفلاسیون وضعیت نور هم خراب شي
CMG2022/06/10 10:58:35
شريکول:

په امريکا کې د ګازو منځنۍ بيه د جون په نهمه نېټه نوې لوړې کچې ته رسېدلې وه او په تېرې مې کې په دغه هېواد کې د ورځنيو اړتياوو او خوراکي توکو انلاين قيمتونه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۷٪ زيات

 شوي دي.

 د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کارین جین پییر د جون په ۸مه ویلي، چې د امریکا حکومت به د دې اوونۍ په پای کې د انفلاسيون ارقام خپاره کړي او ښايي دغه ارقام لوړ شوي وي.

واشنګټن پوسټ د جون په ۹مه نېټه د يوې سروې پایله خپره کړې، چې له مخې يې ۶۶٪ ګډونوال پر دې باور دي، چې په راتلونکي ۲۰۲۳ م کال کې به د امريکې د انفلاسیون وضعيت نور هم خراب شي.

 (ژباړه: شکريه)