د يونګ فنګ کلي ځانګړتياوې
CMG2022/06/10 15:38:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۸مه نېټه د دغه هېواد د سه چوان ولايت له مې شان ښار څخه ليدنه کړې ده.

نوموړي په مې شان ښار کې يونګ فنګ کلي ته ورغلی او هلته يې د بزګرانو چارې او کروندې له نږدې څارلې دي.

د دغه کلي بزګران پر معياري کرنيزې ځمکې کرکيله کوي او ټوله سيمه يې ښېرازه کړې ده.

د يونګ فنګ کلي منظره

په يونګ فنګ کلي کې ۲۱۳۳ کورنۍ اوسيږي، د وګړو شمېر يې ۵۱۷۶ تنه ښودل شوی دی.

د دغه کلي د کروندو عمومي مساحت ۴۲۰ هکتاره ښودل شوی، چې پکې د ښېرازه ځمکو پراخوالی يې ۲۰۰ هکتارو ته رسيږي او دا په سه چوان ولايت کې د لوړو معیاري کرنيزو ځمکو يوه بېلګه ده. دلته ټولې شولې د اوټوماتيکو ماشينونو پرمټ کرل کيږي.

 

يونګ فنګ کلی د مې شان ښار د دونګ پو عصري کرنيز ملي فارم يوه مهمه برخه ده

په چين کې لوړې معياري کرنيزې ځمکې هوارې او حاصل خېزې دي او په زياترو يې غلې دانې کرل کېږي او ډېر ښه حاصلات ورکوي.

د يونګ فنګ کلي کرنيزې ځمکې د حبوباتو ښه حاصل ورکوي.

د يونګ فنګ کروندې

شي جين پينګ د خپل سفر په ترڅ کې په يونګ فنګ کلي کې د کرنيزو ځمکو او غلو دانو حالات له نږدې وڅارل.

نوموړي د روان کال په مارچ کې د چين په دوو ملي جرګو کې په ټينګار وويل، چې د غلو دانو خونديتوب باید بابيزه ونه بولو، ځکه دا د هيواد لپاره ډېر اهميت لري.

نوموړي ويلي، چې د چين حکومت به په هېواد کې دننه ۶۶ ميليونه او ۷۰۰ زره هکتاره ځمکه کرکيلې ته برابره کړي.

د يونګ فنګ کلي څو ډوله وريجې

 د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د يونګ فنګ کلي د هر بزګر منځني عوايد ۲۸ زره يوانه ښودل شوي، چې د ولایت په کچه ۴ ځای لري.