پوتین: پر روسیې د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه د دوی د ځان په ګټه نه دي
CMG2022/06/10 10:25:47
شريکول:

 

امريکا او نورو غربي هېوادونو په دې وروستيو کې هڅه کړې چې د نړۍ د انرژۍ بيو د لوړوالي او د انفلاسيون پړه پر روسيې واچوي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د جون په ۹مه نېټه د دې په ځواب کې ويلي، چې پر روسيې د لوېديځو هېوادونو بنديزونه په دغو هېوادونو کې د انرژۍ بيو د لوړېدو ستونزې د رامنځته کېدو لامل دی.

نوموړي وويل، روسيه به د لویدیځ له بندیزونو سره سره له اقتصادي پلوه ځان ګوښه نه کړي او د ځان لپاره به خنډونه جوړ نه کړي. دا ناشونې ده چې له بهر څخه د روسیې په څیر هیواد محدود شي. ډیر بهرني شرکتونه چې د روسیې بازار پریږدي،  په خپلو پریکړو به پښیمانه شي. (ژباړه: شکريه)