د چين اقتصاد ثابت پرمختګ کوي
CMG2022/06/10 14:40:53
شريکول:

د چین د ګمروکاتو عمومي ادارې د جون په ۹مه نېټه یوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په تېره مې میاشت کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۵۳۷ میلیارډه او ۷۴۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی دی.

 دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۱.۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

 د چین وارداتو او صادراتو په تېرو ۵ میاشتو کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره ثابت پرمختګ کړی او نړۍ ته يې د اقتصادي پياوړتيا توان ښکاره کړی دی.

تېرې مې میاشتې کې د شانګهای په شمول سیمو کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت ګام په ګام کنټرول شوی او بهرنۍ سوداګري يې بېرته خپل مدار ته ګرځېدلې ده او په همدې میاشت کې د دې سیمې د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د تېر اپریل په پرتله نږدې شل سلنه زیات شوی، د شانګهای بندر کې بیا ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د جون تر ۲مې نېټې پورې د دغه بندر له لارې د کانتینرونو د لیږلو بیه د مسلسلو ۳ اوونيو لپاره لوړ شوې ده.

د چین په ځینو سیمو کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله بهرنۍ سوداګري ټکنۍ شوې ده.

د هالنډ دايي اېن جي (ING)شرکت د تحليل له مخې، که په چین کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تدبیرونه دوامدارې اغېزې ولري او په ګردې نړۍ کې د توکو تقضا یې مخ په زیاتېدو شي، نو د چین د صادراتو کلنی زياتوالی ښايي ۱۵ سلنې ته ورسېږي.

ولې د اقتصادي چارو شنونکي د چین پر بهرنۍ سوداګرۍ ډېر باور لري؟

چین د ګردې نړۍ د عرضې ځنځير یوه مهمه کړۍ ده او  تولیداتو ته يې د ګردې نړۍ اړتیاوې ډېرې دي.

 شمېرې ښيي، چې چین د روان کال په تېرو ۵ مباشتو کې خپل لومړي لوی سوداګریز همکار اسیان ته  د ۱۳۵۰ میلیارډو یوانو په ارزښت توکي صادر کړي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي او په همدې مودې کې خپلې دوهمې لویې سوداګریزې همکارې اروپايي ټولنې ته يې صادرات په سلو کې ۱۷.۴ سلنه زیات شوي او امریکا ته يې بيا صادرات ۱۲.۹ سله زیات شوي دي.

د چین اقتصادي پرمختګ له اوږدې مودې راهيسې ښه روان دی، د پرمختګ تمایل يې نه دی بدل شوی او واقعیتونو هم دا ثابته کړې، چې د چین پر اقتصاد د کرونا وبا منفي اغېزې موقتي دي او د کرونا وبا ضد د محرکې تصفيې تګلاره او د اقتصاد او ټولنې پرمختګ هڅونکې تګلارې يې اغېزمنې او ګټورې دي.

د شانګهای او بېجینګ په شمول د چین ډېرو سیمو په دې وروستیو کې د ثابت اقتصادي پرمختګ یو لړ پالیسۍ غوره کړي او د کرونا وبا تر منفي اغېزو لاندې  شرکتونو او تصديو څخه مالي ملاتړ کوي.

تازه شمېرې دا هم ښيي، چې د چین د بازار تقضا ګام په ګام عادي شوې ده.

چين په تېرو ۵ میاشتو کې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو څخه ۱۸.۹ سلنه واردات زیات کړي او له اسیان او امریکې څخه يې واردات په جلا جلا توګه ۳.۴ سلنه او ۲.۱ سلنه زیات شوي دي.

بهرنۍ سوداګري د چین د پياوړي اقتصاد ښه ښکارندويي کوي

د چین بهرنۍ سوداګرۍ په تېرو ۵ ماشتو کې ثابته پايله ورکړې او ترې ښکاري، چې د دغه هېواد اقتصاد د کرونا وبا د منفي اغېزو پر وړاندې د مقابلې پیاوړی توان لري.

کرونا وبا لا هم یوه ننګونه بلل کېږي.

د چين حکومت د کرونا وبا ضد مبارزه کوي او موخه يې دا ده، چې تر زیاتې اندازې د خلکو ژوند، امنیت او روغتیا وساتي او پر اقتصاد او ټولنې د کرونا وبا منفي اغېزه کمې کړي.

 چینایان د حکومت د دغې موخې د عملي کولو لپاره ګډ کوښښونه کوي.

 چین د اقتصاد د ثابت پرمختګ د ساتلو توان لري او د ګردې نړۍ د عرضې ځنځير د ثابتولو او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره به مهم رول ولوبوي.