.د امريکا د لويې وچې ۹مه سرمشريزه غونډه د جون په ۸مه نېټه د متحده ایالات په لوس انجلس کې پرانيستل شوه
د امريکا لویې وچې د ځينو هېوادونو مشرانو د واشنګټن له بهرنۍ تګلارې راضي نه دي او له همدې امله يې په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی.
واشنګټن د امريکا لويې وچې د سږنۍ سرمشريزې کوربتوب کوي او د ډيموکراسۍ مسئلې په پلمه يې د کيوبا، نيکاراګوا او وينزويلا مشرانو ته بلنه نه ده ورکړې، چې په يادې سرمشريزې کې ګډون وکړي.
د لاتينې امريکا ځينو هېوادونو د واشنګټن يادې پرېکړې ته توندغبرګون ښودلی او د مکسيکو ولسمشر د دې غونډې مخنيوی اعلان کړ او ګواتمالا، هندوراس او السلوادور په شمول ځينو هېوادونو يوازې ټيټ رتبه پلاوي ورليږلي دي.