چين د ۲۰۲۱م کال د منځنيو او کوچنيو شرکتونو لپاره د سوداګريز چاپيريال د ارزونې راپور خپور کړ
CMG2022/06/10 12:16:58
شريکول:

د چين د صنایعو او مخابراتي چارو وزارت د جون په ۹مه نېټه د ۲۰۲۱م کال د منځنيو او کوچنيو شرکتونو لپاره د سوداګريز چاپيريال د ارزونې راپور خپور کړی، چې له مخې يې د کوچنيو او منځنيو شرکتونو د سوداګرۍ چاپيريال په عمده او څرګند ډول ښه شوی دی.

ياد وزارت په دغه راپور کې د چين ۳۶ ښارونه ارزولي او د بازاري، قانوني، مالي، ابتکاري او پالیسۍ په برخو کې يې څېړنې او ارزونې کړې دي.

 (ژباړه: شکريه)