چین له امریکا پر تايوان د وسلو پلور د بندولو غوښتنه کړه
CMG2022/06/10 11:12:55
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزات وياند جاو لي جيان د جون په نهمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د چين پر تايوان سيمې وسلې پلوري او دغه کړنه يې د يوه چين پېژندنې له اصل او دريو ګډو اعلاميو

 څخه څرګنده سرغړونه ده.
نوموړي وويل، چې د امريکې دغه کړنه د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو او همدارنګه د دواړو هېوادونو اړيکو او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته ډېر زيانونه رسوي.
جاو لي جيان وويل، چين له امريکا په ټينګار غواړي، چې پر تايوان وسلې ونه پلوري.