نن په سينګاپور کې د شانګريلا ډيالوګ ۱۹مه غونډه پرانيستل شوه
CMG2022/06/10 14:24:43
شريکول:

د شانګريلا ډيالوګ۱۹مه غونډه د جون په لسمه نېټه په سينګارپور کې پرانيستل شوه او درې ورځې به  دوام وکړي.

د چين د دولتي شورا غړي او دفاع وزير وې فنګ هه په دغه ډيالوګ کې ګډون کړی او  په ۱۲ مه نېټه به پکې وينا وکړي.

چين د روان کال په اپريل کې د نړيوال امنيت وړانديز کړی او شنونکي اوس په تمه دي، چې چيني استازی به په روانه غونډه کې دا وړانديز او اړوند مفکوره څنګه بيان کړي او څنګه به د بېلابېلو ګډون کوونکو توجه را جلب کړي. 

 د دې ترڅنګ امریکا لوری به هم په روانه غونډه د هندوـ پاسيفيک ستراتېژي وړاندې کړي، خو که اصلي هدف يې د تقسيم، پاشلو او تقابل وي، نو خامخا به ناکامېږي.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کې د ۴۰ هېوادونو او سيمو د لسګونو وزيرانو او دفاعي استازو په ګډون ډېرو چارواکو او کارپوهانو ګډون کړی او سيمه ييز امنيت ته د چين د هيلو، د امريکا د هندوـ پاسيفيک ستراتېژۍ د راتلونکو اقداماتو، د جيوپوليټيکس د کنټرول، د ميانمر وضعيت او د اقليم او سمندرونو امنيت په ګډون په ډېرو موضوعاتو به بحثونه وکړي.

د چين د دولتي شورا غړی او دفاع وزير وې فنګ هه به په خپله وينا کې پرڅواړخيزم د ټينګار کولو، د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره د چين د نظرونو او اقداماتو په اړه معلومات ورکړي.

شانګريلا ډيالوګ د بريتانيې د نړيوالو ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ او د سينګاپور د دفاع وزارت د اسيا د امنيت سرمشريز دفتر ګډ نوښت دی، چې په لومړي ځل په ۲۰۰۲م کال کې ترسره شو.