د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي اندازه ۸.۳ سلنه زياته شوې
CMG2022/06/10 11:10:36
شريکول:

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جون په ۹مه نېټه ويلي، چې د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۶۰۴۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د

 همدې مودې په پرتله ۸.۳ سلنه زياتوالی ښيي.

په يادې جملې کې د صادراتو ارزښت ۸۹۴۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۴ سلنه زياتوالی ښيي او وارداتي ارزښت يې ۷۱۰۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۷ سلنه زياتوالی ښيي.

د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د وارداتو او صادراتو ارزښت د تېر کال په پرتله ۱۶.۹ سلنه زيات شوی او د رسيپ ((RCEP))  له ۱۴ غړو هېوادونو سره یې د وارداتو او صادراتو ارزښت د تېر کال په پرتله ۴.۲ سلنه زيات شوی دی.