د شانګريلا ډیالوګ د پاملرنې وړ دی
CMG2022/06/11 17:00:30
شريکول:

د شانګريلا ډیالوګ د جون په لسمه نېټه په سینګاپور کې پرانیستل شو.

دغه ډیالوګ چین او امریکا ته د خبرو فرصت ورکړ. په ۲۰۱۹م کال کې د چين د دفاع وزير د يوه پلاوي په مشرۍ د شانګريلا ډیالوګ کې ګډون وکړ او د ډيالوګ په ترڅ کې يې د امريکا د دفاع له پخواني سرپرست وزير سره خبرې اترې وکړې. د چين او امريکا تر منځ خبرې  د دواړو خواوو ترمنځ د توپيرونو د کنټرول او موافقې ته د رسېدو امکانات برابرولی شي، خو تر خبرو وروسته څه کول لا ډېر مهم وي.

 

د چین او امریکا په اړیکو کې اوسنی وضعیت له دې امله رامنځته شوی، چې ځينو امریکايانو د دوو هېوادونو د مشرانو موافقې نه دي پلي کړي او د جو بایډن د مثبتو څرګندونو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي. د امريکا د څه ویلو او کولو تر مینځ ډېر لوی واټن موجود دی.

 

خو چین داسې نه دی. چين هيله لري، چې له امريکا سره سالمې او ثابتې اړيکې ټينګې کړي. چين به په ټينګه توګه خپل ملي ګټې او وقار وساتي، امريکا بايد د چين هوډ او توان ته په کمه سترګه ونه  ګوري.