د چين ښکلي طبيعي ميراثونه
CMG2022/06/11 20:49:54
شريکول:

د جون يوولسمه نېټه د چين د کلتوري او طبيعي میراثونو له ورځې سره برابره ده. تر اوسه د چين ۱۴ ځايونه د طبيعي ميراثونو په نړيوال لېست کې او ۴ ځايونه يې د طبيعي او کلتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شوي دي. راځئ چې د چين د دغو  ځايونو د ښکلو منظرو عکسونه وګورو.

هوانګ لونګ د چين په جنوب لوديځ سه چوان ولايت کې پروت دی او د سمندر له سطحې نه ۱۷۰۰- ۵۵۸۸ متره لوړوالی لري.

د چين د سه چوانګ ولايت د پانډاګانو په ساتونکې سيمه کې د نړۍ له ۳۰ سلنې څخه زيات وحشي پانډاګان ژوند کوي.

د چين په ګوی جو، فو جيان، هو نان او ګان سو ولايتونو کې د دان شيا په نوم ځمکنۍ بڼه ليدل کيږي. په لاندې دوو عکسونو کې د چين د ګان سو ولايت په جانګ يې ښار کې د دان شيا د ځمکې منظرې دي.

د چين د هو بۍ ولايت په شن نونګ جيا سيمه کې پراخ ځنګلونه شتون لري او دلته ډېر نایاب او ځانګړي حيوانات او نباتات ژوند کوي.


د شينجيانګ په تيان شان غرنيزه سيمه کې د معتدل زون  غرنيزې سيمې جامع منظرې لري.


د چينګ های ولايت ککشيلي د دولت په کچه طبيعت ساتونکې سيمه ده او دلته تر ۲۳۰ زيات ډوله وحشي حيوانات او ۲۰۲ ډوله وحشي نباتات شتون لري.

د کارسټ ځمکنی شکل د چين په ګوانګ شي، ګوی جو او جونګ چينګ کې ليدل  کېږي. په لاندني عکس کې د ګوانګ شي په ګوی لين کې د کارسټ د ځمکې منظرې  مالومېږي.