په چین کې د نړۍ په کچه د طبيعي او کلتوري ميراثونو د خونديتوب حال ښه دی
CMG2022/06/11 15:20:16
شريکول:

د سږکال د جون ۱۱مه نېټه د چین د کلتوري او طبيعي ميراث له ۶مې ځانګړې ورځې سره برابره ده. چين په ۱۹۸۵م کال کې د نړۍ د ميراث په عمومي‌ تړون کې شامل شوی، تر اوسه پورې يې د نړۍ په کچه د ۵۶ ميراثونو غوښتنليک وړاندې کړی، پکې د کلتوري ميراثونو شمېر ۳۸  ته رسېدلی، د طبيعي ميراثونو او کلتوري او طبيعي دواړو ميراثونو عمومي شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

په دې وروستيو کلونو کې چين د طبعيت د ساتنې درجه لوړه کړې او د طبيعي او کلتوري ميراثونو د خونديتوب حال يې ښه دی. د جيالوجي ميراثونو، غرو، ځنګلونو، ډنډونو او د ژر ورکيدونکو حیوانانو د خونديتوب تر څنګ،‌ چین هم ۲۰۰ د کلتوري‌ ميراث خوندي کوونکي سازمانونه،‌ غير مادي کلتوري ميراثونه او تاريخي کلتوري ښارونه او کلي خوندي کړي او هر کال د سيلانيزو چارو عايدات يې له ۱۴ ميليارډو يوانو څخه اوښتي  دي.  ‌