وې فنګ هه د امريکا د دفاع له وزير لوید استین سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/06/11 14:46:44
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير وې فنګ هه چې په سينګاپور کې د شانګريلا په نولسم ډيالوګ کې یې ګډون کړی، د امريکا د دفاع له وزير لوید استین سره چې په دغه کنفرانس کې یې هم ګډون درلود، خبرې اترې وکړې.

وې فنګ هه وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د نړیوال پرمختګ او امنیت لپاره پېشنهاد شوي وړاندیزونه، له بحرانونو نه د انسانانو د وتلو لپاره مناسبه لار روښانه کړې. ده زیاته کړه، چې د اسيا او ارام سمندري سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د سيمه ییزو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا  ده.

دغه راز د چین د دفاع وزیر وویل، چې امريکا بايد په منطقي توګه د چين پرمختګ ته وګوري، پر چين دې بې بنسټه تورونه ونه لګوي، د چين مخنیوی دې ونه کړي، د چین په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي او د چين ګټو ته دې زيان ونه رسوي، يوازې په دې توګه د چين او امريکا اړيکې ښې کېدای شي.

د وې فنګ هه په وینا، باثباته نظامي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي او دواړه پوځونه باید له مقابلې او ټکر څخه ډډه وکړي.

وې فنګ هه پر دې ټینګار وکړ، چې تایوان د چین تایوان دی، د یو چین پېژندنې اصل د چین او امریکا د اړیکو سیاسي بنسټ دی او دا ناشونې ده، چې د چین د پرمختګ د مخنيوي لپاره له تایوان څخه کار واخیستل شي.