چين: د اروپايي ټولنې پارلمان پر حقيقت سترګې پټوي
CMG2022/06/11 15:18:57
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د جون په ۱۰مه نېټه وويل،‌ چې د اروپايي ټولنې پارلمان په داسې حال کې د شينجيانګ په اړه يو تش په نامه پرېکړه لیک تصويب کړی، چې پر حقيقت او قانون یې سترګې پټې کړي، پر چين بې بنسټه تور لګوي، د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او له نړیوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اساسي اصولو  څخه  علني سرغړونه کوي. چين له دې سره کلک مخالفت کوي.

نوموړي وويل، چې د شینجيانګ مسئلې په حقيقت کې د قومونو، دينونو او د بشري حقونو مسئلې نه دي، بلکې د ترهګرۍ ضد، د تندلارۍ ضد او د بېلتون ضد مسئلې دي، چې د چين د ملي حاکميت،‌ د خاورو بشپړتيا او ملي امنيت په تړاو  دي.

ده زیاته کړه، چې د اروپايي ټولنې د پارلمان اړوند غړي‌ بايد حقيقت ته درناوی وکړي،‌ د شينجيانګ مسئلې له لارې سیاسي چلند او د چین په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. چين به په دوامدار ډول د خپل ملي حاکميت، امنیت او د پرمختګ  ګټې خوندي کړي.