وانګ يي د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې له رئيس او د مالدیف د بهرنيو چارو وزير عبدالله شاهد سره ټليفوني‌ خبرې وکړې
CMG2022/06/11 15:18:20
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۱۰مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې له رئيس او د  مالدیف د بهرنيو چارو وزير عبدالله شاهد سره ټليفوني‌ خبرې وکړې.

وانګ يي وويل، چې د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي اسامبلې له بېلابېلو ستونزو سره سره زيات برياليتوبونه تر لاسه  کړي، د نړیوالې ادارې پرمختګ ته يې نوې محرکه قوه  ورکړې، د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو او همکاريو لپاره يې نوۍ زمينه برابره کړې او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې نوي خدمتونه کړي دي. چين د رئيس شاهد د رول ستاينه کوي‌ او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له کارونو څخه به تل ملاتړ وکړي.  

نوموړي زياته کړه، چې روان کال د چین او  مالدیف ترمنځ‌ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مه کاليزه سره برابر دی. چین غواړي‌ له  مالدیف سره د کرونا وبا ضد په مبارزه کې همکاريو ته دوام ورکړي او د وبا له ختمېدو وروسته د ټولنيز او اقتصادي احيا لپاره ګډې هڅې وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخیزو دوستانه همکاريزو اړيکو ته نوې محرکه قوه ورکړي.

 شاهد د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کارونو کې د چين د رغنده هڅو او مهمو خدمتونو ستاينه وکړه او د دې عمومي اسامبلې د رئيس له کارونو څخه د چين له ملاتړ څخه يې مننه وکړه. ده زیاته کړه، چې د  مالدیف او چين ترمنځ اړيکې  ډېرې ښې دي او  مالدیف غواړي له چين سره همکارۍ ژورې کړي.    ‌