د اندريان زينز جعلي راپور د امريکا رښتينې څېره په ډاګه کړه
CMG2022/06/11 13:02:27
شريکول:

د اويغوريانو د تش په نوم جبري کارونو د مخنيوي په اړه د امريکا د قانون یوه مسوده چې د تېر کال په پای کې د دغه هېواد د حکومت له خوا تصويب شوې، د جون په دوولسمه نېټه به نافذه شي. د جعلي او بې بنسټه معلوماتو خپروونکي، اندريان زينز د دغې مسودې د ملاتړ لپاره په دې وروستيو کې د يو راپور په خپرولو سره صحنې ته  رادانګلي. نوموړي په دغه راپور کې پر چين هغه بې بنسټه تور لګولی، چې دغه هېواد د اجباري کارونو د ساحې او پيمانې د پراخوالي په هڅه کې دی.

د امريکا له نوموړې قانوني مسودې او د اندريان زينز له ياد راپور څخه ښکاري، چې امريکا د توليد او عرضې له نړيوال ځنځير څخه د شيجيانګ د شړلو لپاره کرغېړن چلونه  کاروي.

 د جبري کارونو ضد تړون، چې د کارګرو نړيوال سازمان له خوا خپور شوی، د جبري کارونو څرګنده تعريف داسې کړی، چې د سزا ورکولو تر خطر لاندې د وګړو له ارادې او خوښۍ څخه تېري کوونکي، جبري کارونه او دندې دي. د ياد معيار له مخې، د چين په شيجيانګ کې د جبري کارونو مسئله شتون نه لري، بلکې د نېکمرغه ژوند لپاره د ځايي وګړو د کوښښونو تجربې او کيسې  دي.

په چين کې د امريکا د پخواني سفير هغه خبره په دې وروستيو کې د خبري رسنيو له خوا په ډاګه شوې، چې هغه وايي، (( موږ په دې پوهيږو، چې په شينجيانګ کې ستونزه نشته، خو موږ د جبري کارونو، نژادي تصفيې او د بشري حقونو په پلمه پر شينجيانګ د بې بنسټه تورونو لګول اغېزمنه طريقه  بولو او رښتينۍ موخه يې دا ده، چې  د چين حکومت په لنډۍ کې راښکته کړي. ))

اندريان زينز په خپل راپور کې ويلي، چې (( د جبري کارونو ساحې او پيمانه د پراخوالي لپاره نوی بدلونونه روان دي ))، خو د نوموړي په راپور کې د نويو بدلونونو په اړه معلومات نه دي څرګند شوي او هېڅ د باور وړ شواهد او شمېرې نه دي يادې شوي.

د اويغوريانو د تش په نوم جبري کارونو د مخنيوي په اړه د امريکا د قانوني مسودې له مخې به، امريکا له شينجيانګ څخه د توليداتو پر وارداتو بنديز ولګوي، پرته له دې نه چې (( ثابت  کړي، چې دغه توليدات د جبري کارونو نتيجې نه دي)).

دغه قانوني مسوده، چې د درواغو پر بنسټ جوړه شوې، د بشري حقونو په پلمه د شينجيانګ د خلکو پر بشري حقونو تېری دی او رښتينې موخه يې دا ده، چې د شيجيانګ د عصري کېدو جريان پرې کړي او ځايي وګړي د پرمختګ له فرصتونو محروم کړي.

د یادولو وړ ده، چې د تور پوستو غلامانو د قاچاق، ځورونې او تبعيض په اړه د امريکا په سلګونه کلن تاريخ کې د جبري کارونو رښنيتي شواهد شتون لري. د جون دوولسمه نېټه د ماشومانو د کار د مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د شمېرنې له مخې، هر کال سل زره وګړي له بهر څخه امريکا ته پلورل شوي او په دغه هېواد کې پر کار کولو مجبور دي، چې نيمايي برخه يې کم عمره ماشومان دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن دوه اوونۍ مخکې د چين په اړه د تګلارو وينا  وکړه او پکې يې (( پانګونه، د ملګري ټولنې جوړونه او سيالي)) درې مهمې کلمې وړاندې  کړې.

که امريکا دا نظر لري، چې په سياليو کې پر سيال د بې بنسټه تورونو د لګولو، د نورو هېوادونو بشري حقونو ته د زيانونو رسولو او د نړيوال سوداګريز نظام د ويجاړولو له لارې ګټې تر لاسه کولی شي، دغه ناوړه کړه وړه به بالاخره خپل ځان ته زيانونه ورسوي.