چين په تېرو ۱۰ کلونو کې د ترانسپورت تاريخي لاسته راوړنې لرلې دي
CMG2022/06/11 14:47:44
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د دغه هېواد مجموعي ترانسپورتي شبکې چټک پرمختګ موندلی، چې له ۲۰۱۲م کال څخه د ۲۰۲۱م کال تر پای پورې په چين کې د ريل پټلیو او سړکونو اوږدوالی څه باندې ۱،۱ میلیونه کیلومتره زیاتوالی ښيي.

د چین د ریل پټلۍ عمومي تخنیکي کچه په نړۍ کې پرمختللې درجې ته ننوتلې ده. د ۲۰۲۱م کال تر پایه پورې د چین د اورګاډي لارو د غځېدو اوږدوالی ۱۵۰ زرو کیلومترو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه د چټکو اوسپنيزو لارو د غځېدو اوږدوالی  ۴۰ زره کیلومتره دی.

په تېرو ۱۰ کلونو کې د چین ملکي هوايي ترانسپورت په چټکۍ سره وده کړې، چې د هوايي ډګرونو شمېر ۲۵۰ ته رسېدلی او د هوايي لارو شمېر ۵۵۸۱ ته رسېدلی دی.