د امریکا د کارګرو وزارت له خوا د جون په ۱۰مه نېټه خپاره شوي معلومات ښیي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدونکو د مصرفي بيې ګراف (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸،۶ سلنه لوړ شو، چې دا د ۱۹۸۱م کال له دسمبر راهیسې ترټولو لوړې کچې ته رسېدل دی.
د څېړونکو په اند، د مې په میاشت کې د امریکا د CPI ډاټا مایوسه کوونکې وه او لا تر اوسه هېڅ نښه نشته، چې د دغه هېواد د انفلاسیون وضعیت له خطرناک حالت څخه وتلی وي. په امريکا کې د توکو بیو لوړوالي او د معاشونو کموالي د عامو خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی دی.