چين: امريکا او ناټو بايد د جنګ ځپلو ته مناسب تاوان ورکړي
CMG2022/06/11 15:20:59
شريکول:

ناټو په ۱۹۹۹م کال کې په کوسوو جنګ کې د ديپليتيد يورانيوم بمونو( depleted uranium bomb )په وسيله پر يوګوسلاويا (Federal Republic of Yugoslavia)برید  وکړ. اوس د دې جنګ ټپيانو  پر ناټو دعوا کړې.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۱۰مه نېټه په مطبوعاتي‌ غونډه کې په دې اړه وويل،‌ چې امريکا او ناټو بايد خپلو جنګي جرمونو ته په  سمه سترګه وګوري او ژر تر ژره ټپيانو ته مناسب غبرګون وښيي او تاوان ورکړي.

د روان کال د جون ۱۰مه نېټه پر يوګوسلاويا د ناټو د بريد د ختمېدو له ۲۳مې کليزې سره برابره  ده. ناټو په هغه وخت کې پر یاد هېواد، ۱۵ ټنه ديپليتيد يورانيوم  بمونه واچول او تر اوسه یې ناوړه تاثیرات موجود دي..

د یادولو ده، چې درې زره ټپيانو د نړیوالې مدافعې وکيل ډلې له لارې پر ناټو دعوا کړې،خو ناټو پر خپل ځان د معافيت حق ادعا کړی.