وې فنګ هه امريکا ته ۴ غوښتنې وړاندې کړې
CMG2022/06/12 20:06:13
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او دفاع وزير وې فنګ هه د جون په دوولسمه نېټه د شانګريلا ډيالوګ په نولسمه غونډه کې د سيمه ييز نظام په اړه د چين د هيلو تر عنوان لاندې یوه وينا وکړه.

وې فنګ هه په خپله وينا کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په اړه وويل، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له تقاطع سره مخ دي او چين په دې نظر دی، چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو او نړۍ له ګډو ګټو سره سمون لري.

نوموړي امريکا ته ۴ غوښتنې وړاندې کړې، چې پر چين بې بنسټه تورونه ونه لګوي، د چين د پرمختګ د مخنيوي هڅې دې نه کوي، د چين په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او د چین ګټو ته دې زيان نه رسوي.