ايران او ونزويلا شل کلن همکاريز تړون لاسليکوي کړی
CMG2022/06/12 15:24:47
شريکول:

ايران او ونزويلا د جون په ۱۱مه نېټه شل کلن همکاريز تړون لاسليک کړی، چې د انرژۍ، پټرو شيمي، ملي دفاع او کلتور په اړه همکارۍ پکې شاملې دي. د دواړو هېوادونو د اومو نفتو ذخيره په نړۍ کې ډېره زياته ده، خو د امريکا له بنديزونو سره مخ دي. د دواړو هېوادونو مشرانو وويل، چې دواړه خواوې به همکارۍ زياتې کړي او په ګډه سره يو شمېر لويې پروژې تر سره کړي.

د ايران ملي ټلويزيون د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د ايران ولسمشر ابراهم رئيسي د ونزويلا له ولسمشر نيکولاس مادورو په همدې ورځ د ايران په پلازمېنه تهران کې په دې مراسمو کې ګډون درلود، چې پکې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو همکاريز تړون لاسليک کړی.