د چين د خصوصي اقتصاد نوښت او پرمختګ دغه هېواد او نړۍ ته ګټې رسولي
CMG2022/06/12 14:15:50
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د دغه هېواد سه چوان ولايت ته لاړ او هلته يې له يوې شخصي تصدۍ څخه ليدنه وکړه چې نوم يې دی د جيمي د رڼا او برېښنا تصدۍ. شي جين پينګ د نوموړې تصدۍ د نندارتون تالار او د توليد فابريکې ته لاړ او د نوښت او پرمختګ د پياوړتيا په موخه يې د تصديو د اقداماتو او لاسته راوړنو او له خصوصي اقتصاد څخه د ملاتړ کوونکو چارو په اړه يې معلومات تر لاسه کړل. د شي جين پينګ له دغه سفر څخه ښکاري، چې چين خصوصي اقتصاد ته په درنه سترګه ګوري او د خصوصي اقتصاد له پرمختګ څخه ملاتړ کوي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې د شخصي تصديو له استازو سره يوه ناسته تر سره کړه. نوموړي په دغه ناسته کې د خصوصي اقتصاد د مهم رول په اړه ويلي، چې په چين کې له٪ ۵۰ زيات دولتي ماليات، له٪ ۶۰ زيات د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت، له٪  ۷۰ زيات ټکنالوژيکي نوښتونه، په ښارونو او علاقه داريو کې له٪ ۸۰ زيات کاري فرصتونه له شخصي تصديو څخه راغلي او د چين له ۹۰٪ زياتې تصدۍ شخصي تصدۍ دي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې د کرونا وبا او د پيچلي کورني او بهرني چاپيريال تر اغېزو لاندې د چين د شخصي تصديو پر وړاندې ستونزې او ننګونې زياتې شوې. د چين د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارو له دغو تصديو سره د مرستو لپاره هڅې کړي او کوي يې. شي جين پينګ د جيمي په نوم له شخصي تصدۍ څخه د ليدنې په ترڅ کې په ځانګړي توګه له شخصي تصديو سره د مرستې په اړوند د ځايي حکومتي ادارې د تګلارو او تدبيرونو په اړه معلومات تر لاسه کړل. د شي جين پينګ له دغې ليدنې څخه ښکاري، چې چين د خصوصي اقتصاد د پرمختګ پر هڅونې، ملاتړ او لارښوونې ټينګار کوي.

نوښت د ننګونو پر وړاندې د چين د شخصي تصديو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی.

د جيمي د رڼا او برېښنا تصدۍ د نوښت په تکيه د چين د الکترونيکي پروجيکشن ماشينونو (projection equipment) په توليدوونکو تصديو کې مخکښ ځای نيولی دی. شي جين پينګ له نوموړې تصدۍ څخه د ليدنې په وخت کې ويلي، چې د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښتونو لپاره بايد په بېلا بېلو برخو کې لوړه تکنالوژي لرونکې او پياوړې تصدۍ رامنځته شي او د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښتونو په اړه دې د دغو پرمختللو تصديو ګروپ جوړ شي.  د شي جين پينګ دغه وينا د شخصي تصديو په شمول د ټولو چيني تصديو د پرمختګ لور روښانه کړی.

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د شخصي تصديو له خوا د وارداتو او صادراتو ارزښت ۷۸۶۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي او  د چين د بهرنې سوداګرۍ د عمومي ارزښت ۴۹ سلنه برخه يې نيولې. له دې څخه ښکاري، چې خصوصي اقتصاد د چين د پرمختګ په نوی شکل کې مهم رول لوبولی. د چين د خصوصي اقتصاد پرمختګ به چين ته د ګټو رسولو تر څنګ د نړيوال اقصتاد د احيا لپاره خوځنده ځواک برابر کړي.