د سربیا ولسمشر پر روسیې بندیزونه رد کړل
CMG2022/06/12 14:54:13
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سربيا ولسمشر الکسندر اوچيک د جون په ۱۰مه نېټه په پلازمېنې بلګراد کې د جرمني له صدراعظم اولاف سچولز سره تر کتنې وروسته وويل چې سربيا او اروپايي ټولنه پر روسيې د بنديزونو په اړه متفاوت دريځونه لري.

اوچيک له سچولز سره په يوې خبري غونډې کې ګډون درلود او و يې ويل چې له څو پيړيو راهيسې، د سربيا او روسيې ترمنځ اړيکې بې سارې دي، روسيې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د سربيا له ځمکنۍ بشپړتيا څخه ملاتړ کړی او دواړو هېوادونو د انرژۍ په برخه کې همکاري کړې ده.

سچولز وویل چې اروپايي ټولنه غواړي د ټولنې د غړيتوب ټول غوښتونکي هېوادونه د روسیې په وړاندې بندیزونو کې شامل شي. هغه همدا راز په اروپايي ټولنه کې د سربیا له غړیتوب څخه د جرمني پر ملاتړ ټینګار وکړ.