د روان کال له مې راهیسې په چين کې د مالونو ټرانسپورټ د اعاده کېدو وضعيت دوام لري
CMG2022/06/12 14:55:46
شريکول:

له دې امله چې د مالونو ټرانسپورټ د کرونا وبا له امله ډېر اغیزمن شوی، د اپریل له ۱۸مې نېټې راهیسې، د لوژستیکي تضمین په چارو کې د چين دولتي شورا د کاري ډلې دفتر هره ورځ د مالونو د ليږد راليږد په اړه د څارنې معلومات خپروي.

تازه معلومات ښيي چې د مې له میاشتې راهیسې د اورګاډيو له لارې د مالونو د ټرانسپورټ حجم په لوړه کچه ساتل شوی او د ريل پټليو په وسيله لېږل شوي مالونه ۳۴۰ ميلیونو ټنو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

پر ګړنديو سړکونو د لېږل شويو توکو اندازه هم د عادي کچې شاوخوا ۹۰ سلنې ته رسېدلی. د اپریل د نیمایي په پرتله، د مې له ۲۰مې نېټې راهیسې، د چین پر ګړنديو سړکونو د باروړونکو موټرونو او د ليږد راليږد شويو مالونو حجم هره ورځ په منځنۍ توګه ۱۰ سنله زياتوالی ښيي.