د RCEP د غړو هېوادونو سوداګريزې همکارۍ پياوړې شوي
CMG2022/06/12 14:55:07
شريکول:

د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سيمه ییزو هر اړخيزو اقتصادي همکاريو د اړيکو تړون (RCEP) له نافذېدو راهيسې، لا زياتو چيني او بهرنيو شرکتونو د تګلارې ګټې تر لاسه کړې او د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو راسته راوړنې څرګندې شوې دي.

د چين د ګمرکاتو د معلوماتو له مخې، د ياد تړون د پلي کېدو په لومړۍ ربع کې، له کوريا جمهوریت او جاپان سره د چين وارداتي او صادراتي ارزښت د چين او د RCEP د سوداګريزو همکارانو ترمنځ د عمومي وارداتي او صادراتي ارزښت په سلو کې ۲۰ برخه نيولې، او له کوریا جمهوریت، مالیزیا، نیوزیلنډ او نورو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو د زياتوالي انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله له لس سلنې څخه ډېر شوی دی. ټیټ تعرفه یا حتی صفر تعرفه د دغه تړون د غړو هېوادونو اړوندو شرکتونو ته ګټې رسوي او په دغو هېوادونو کې مصرف کونکو ته د لوړ کیفیت او ټیټ بیه لرونکي توکي برابروي.